د لیکوالۍ لپاره باید څه وکړو؟ PDF Print E-mail
Written by Administrator   
Monday, 18 April 2011 20:02

د لیکوالۍ لپاره باید څه وکړو؟
 
 
 
 

لیکوالي هم د خطاطۍ، رسامۍ او نورو هنرونو په څېر یو هنر دی. هر هغه څوک چې لیک-لوست کوي او ورسره مینه لري کولای شي د ذوق او کوښښ په لرلو سره ډېر ژر په خپله لیکوال شي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د لوستو ترمنځ یو شمېر کسان د لیکوالو په نامه پېژندل کېږي او پاتې نور که څه هم لیک-لوست کولای شي او دلوړ پوهنیز مقام څښتن هم وي، ځانونه به لیکوالان نه بولي. په نوره دنیا کې، په ځانګړې ډول په لوېدیز هېوادونو کې، که هر چاته وویل شي چې د یوې موضوع په اړه څه ولیکي، بې له ځنډه به قلم پورته کړي او لیکل به پیل کړي، په دې شرط چې پوهنیز شالید ولري. هلته په لوېدیځ کې د لیکوالۍ د خورېدو لامل ښایي دا وي، چې د هغو ژبې ته پخوانیو (ولسونو او حکومتونو) ډېر خدمت کړی او ژبې یې عامې شوي دي. او زموږ ژبه لا تردې دمه د یوه ټولمنلي لیکدود څښتنه نه ده! له دې پرته زموږ ډېری محصلین په پوهنتونونو  کې په خپله ژبه زده کړه نه کوي او له بده مرغه چې دوی خپله هم دې ستونزې ته پاملرنه نه کوي. که چا دې ستونزې ته پام کړی، هڅه او هاند یې کړی او ملایې تړلې، له لنډې مودې وروسته لیدل شوي چې په زړه پورې مقالې یې لیکلي.
زیات شمېر زده کوونکي غواړي لیکوالي پیل کړي. ددوی لاسنیوی اړین دی تر لږې لارښوونې وروسته به هر یو ټولنې ته په خپله-خپله څانګه کې په زړه پورې لیکنې او ژباړې وړاندې کړي. لاندې لیکنه هم کولای شي تر ډېره بریده د هغو لاسنیوی وکړي چې د لیکوالۍ لېواله دي:
وروسته له دې چې لیکلارښود او د لیکوال په دندو پوه شوﺉ، اوس ښایي تاسو سره دا پوښتنه وي، چې لیکوالۍ لپاره باید څه وکړو؟
لیکوالانو دوه تګلارې وړاندې کړي:
الف: مطالعه          ب: لیکل
مطالعه:
له هرڅه نه مخکې باید مطالعه وشي، هڅه وکړﺉ ډېر کتابونه ولولئ. په کتاب لوستلو کې هېڅ کله سستي مه کوﺉ. تاسې کولاشئ مطالعې لپاره مو مهالوېش جوړ کړﺉ. او له مخکې ټاکل شوي پلان پر بنسټ باندې خپل کتابونه ولولئ. لږ تر لږه، هره ورځ یو ساعت، کتاب یا خپرونې او ورځپاڼې لوستلو ته وقف کړﺉ. که هر ډول کار هم لرﺉ، مطالعه باید هېره نه کړﺉ. د کتاب یا کومې بلې لیکنې د لوستلو پرمهال څو ټکي په پام کې ولرﺉ:
۱- که کومه لیکنه لولئ ښایي ستاسو د ذوق او مینې پربنسټ وي. د لوستلو موخه مو له هرڅه نه وړاندې وټاکئ. موخې ته مو په پام سره مطالعه وکړﺉ.
۲- که د کتاب یا کومې لیکنې د لوستلو پرمهال شکمن او دوه زړي شوﺉ او یا لازمه پېژندنه نه لرﺉ، په همدې برخه کې له نورو کسانو څخه لارښوونه وغواړﺉ.
۳- له دې لامله چې هدف مو لیکوال کېدل دی، د ادبي کتابونو په تېره بیا د معاصرو ادبیاتو لوستل مه هېروﺉ. د ناولونو، کیسو، شعرونو او ادبي توټو کتابونو لوستل به تاسو سره په دې اړه مرسته وکړي. ناول او کیسه ستاسې نثر ځواکمنوي او شعر او ادبي ټوټې تاسو سره د لغتونو په زیاتونه کې مرسته کوي. د نورو کتابونو او خپرونو لوستل ستاسو فکري اتکاء ته بشپړتیا بښي.
  ۴- له مطالعې وروسته د موضوع په اړه ژور ډول لنډ سوچ وکړﺉ. په خپل ذهن کې مطالب وروزﺉ. که کومه پوښتنه پاتې شوه د ځواب هڅه یې وکړﺉ، بیا یې نچوړ په یوې ځانګړې کتابچه کې د یادښت په توګه ولیکئ؛ ځکه شونې ده، چې د وخت په تېرېدو سره مو له ذهنه ووځي. لیکن که یادښت ولرﺉ، د مطلب له بیا کتنې وروسته به مو ذهن ته راشي.
۵- ښکلو جملو، عبارتونو، ضرب المثلونو، بیتونو، اصطلاحاتو، ترکیبونو او تاندو کلموته په خپل ذهن کې ځای ورکړﺉ او د یادښت په توګه یې ولیکئ. هڅه وکړﺉ دا ټول په خپل ذهن کې تل تکرار کړﺉ، څو مو هېڅکله هېر نه شي. بیا یې په خپلو لیکنو کې وکاروﺉ.
لیکل:
له مطالعې وروسته یا له مستمرې مطالعې سره سره، لیکل هم باید د یوې رسمي او دایمي دندې په څېر د ورځنیو چارو برخه وګڼل شي. د لیکلو پرمهال لاندې ټکو ته پام ولرﺉ:
۱- لیکل خپل دایمي عادت کړﺉ. د لیکلو لپاره نه ځانګړی ځای ټاکل شوی او نه هم وخت، هر وخت او په هر ځای کې لیکل کېږي. تاسو د یو لیکوال په توګه باید تل قلم او کاغذ له ځانه سره ولرﺉ. هره موضوع چې وینئ سمدلاسه یې یادښتلیک ته ورسوﺉ. ښایي هره ورځ له لسګونو موضوعاتو سره مخ شئ. دغه موضوعات کولای شي د یوې ښکلې مقالې په لیکلو کې درسره مرسته وکړي.
۲- ځینې خلک بیا د لیکوالۍ په پيل کې له یو ډول ډار سره مخ وي او وېرېږي چې هسې نه لیکنه سمه نه وي او د چا خوښه نه شي. دغه ډول اندېښنه ستاسې جرأت درځیني اخلي او د پرمختګ خنډ ګرځي. نو وېره له ځانه لرې کړﺉ او هڅه وکړﺉ څه چې مو ذهن ته درځي ویې ولیکئ.
۳- د دې لپاره چې په پیل کې یاستئ، د ځانګړې موضوع ټاکنه اړینه نه ده. کېدای شي هره مسأله ستاسې د لیکنې موضوع شي. له یو عادي کس سره ستاسې له کتنې نیولې تر دې چې بېرته له کاره کورته راځئ، ټول تاسې لپاره موضوع ده.
۴- ښایي وپوښتئ؛ بالاخره لیکنه له کومه پیل کړو؟
ددې لپاره چې آسانه لار مو ټاکلې وي، د کار د پیل لپاره څو طریقې شته:
الف. د «ګړنیزې» او «لیکنیزې» ژبې ترمنځ یوشمېر توپیرونه شته، کله چې له چا سره غږېږﺉ ځانګړی ګړدود کاروﺉ. د ګړنیزې ژبې اړول لیکنیزې ته، دا په خپله د لیکلو د پیل لپاره یوه طریقه ده. (۱)
ب. څه چې وینئ په هماغه بڼه یې یادښتلیک ته ورسوﺉ په کومه بڼه چې یې وینئ. کومه پېښه چې ستاسې مخکې پېښه شوې وي، خبرې اترې مو کړې وي یا مو په ذهن کې کوم فکر کړی وي، دا ټول کېدای شي ستاسې د لیکنې موضوع شي. حتی کولای شئ د اوسېدو ځای مو وستایئ یا خپل بدني ځانګړنې شرحه کړﺉ.
ج. د طبیعي منظرو ستاینه لکه؛ ګل، بوټي، باغونه، مېوې او ... د لیکوالۍ پر لور یوه بله لاره ده. هر هغه څه چې په طبیعت کې وینئ، په ساده ډول یې وستایئ او له تشبیه، استعاره، کنایه او نورو مجازاتو خپله لیکنه ښکلې او ښایسته کړﺉ.
د. د لیکلو پرمهال دا څو پوښتنې هم په ذهن کې له ځانه سره ولرﺉ:
-څه لیکم؟
- ولې لیکم؟
- د چا لپاره یې لیکم؟
-څرنګه یې لیکم؟
د موضوع ټاکنه، د لیکنې د مخاطب تشخیص او د لیکنې د ژبې د ډول ټاکنه، د یو لیکوال پر کار اغېز ښندي. د لیکنې پرمهال پورتنیو پوښتنو ته پاملرنه مو لیکنه له یوې مخې فني او ځواکمنوي.
(۱) له نېکه مرغه ګړنیزه او لیکنیزه پښتو ډېر توپير نه لري. دا «ستونزه» په نورو ژبو کې ډېره ده.

د لیکوالۍ لپاره باید څه وکړو؟
 

دا بورا د ارشیف برخه

Her Afghan

Share on facebook