روغتيا
د اوبو څکل پر زړه باندی د حملی مخنیوی کولای شی PDF Print E-mail
Written by پوهنمل حاجی محمد نوزادی   
Sunday, 29 September 2013 02:49

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

nawzadi saib

 

د اوبو څکل پر زړه باندی د حملی مخنیوی کولای شی

( دخارجی سرچینو څخه )

     لکه څنګه چی ګران لوستونکی خبر دی ، ما عزم کړی تر وسه وسه د زړه د رګونو د ناروغۍ په هکله چی می څه تر سترګو شی ، د ډنمارکی ، روسی یا انګریزی ژبو څخه به یی ژباړم او د وطنوالو سره به یی شریکوم . پدی لړ کی می دادی په افغان ـ جرمن پورتال کی د محترم هاشم انوری لخوا د ( نوشیدن اب و جلوګری از حملات قلبی ) تر سرلیک لاندی یوه ژباړل شوی لیکنه ولوسته . محترم انوری دقیقه سرچینه نه ده ښودلی ، خو دومره یی لیکلی چی د خارجی سرچینو څخه یی ژباړه ده . ماته پدی لیکنه کی نوی او د پام وړ ټکی تر سترګو شوه ، ځکه نو غواړم چی لوستونکی وطنوال می هم پری خبر کړم . دا تاسی او داهم دری ژبی ته د انوری صاحب په قلم د ژباړل شوی متن پښتو بڼه :

   « ډیرۍ له موږ څخه په ځانګړی ډول هغه کسان چی عمر یی له ۵۰ نه لوړ دی ، پدی اند دی چی د شپی لخوا د اوبو څکل مو خوب ګډوډوی ځکه و دی ته مو اړ باسی چی څو ځله را پاڅو او تشناب ته ولاړ شو . اما ډیر لږ خلګ به پدی خبر وی چی د شپی لخوا د خوب نه وړاندی د اوبو څکل خورا ګټور دی او ان د زړه د حملی څخه په مخنیوی کی د پام وړ اغیز لری . ددی په زړه پوری او ګټوری یادونی شریکول د دوستانو سره اړین بولم او لوستلو ته یی رابولم :

     لیکوال وایی ، د خپل کورنی
ډاکتر نه می وپوښتل چی ولی ډیرۍ کسان دشپی لخوا وتشناب تللو ته اړتیا پیداکوی . ډاکتر راته وویل ، موږ انسانان معمولا د ورځی لخوا ګرځو او یا داسی فعالیتونه کوو چی د ولاړو پښو سره تړاو لری . پدی وخت کی د ځمکی د جاذبی قوه زموږ د بدن مایعات کښته د پښو وخواته راکشوی چی کله ناکله خو لا پښی پاړسوب هم پیدا کوی . مګر کله چی بیا د شپی لخوا موږ ویدیږو ، دغځیدلو پر مهال مو د بدن ټول غړی په یوه سطح کی راځی . پدی وخت کی پښتورګی کولای شی په اسانۍ سره فعالیت وکړی ، خپلی دندی تر سره او د بدن څخه اوبه بهرکړی . بیله شکه د ډیرو اوبو څښل کولای شی زهری مواد
Toxins د بدنه وباسی . په ځانګړی توګه د زیاتو اوبو څکل په لاندی وختونو کی ډیره ګټه لری :

الف ـ د سهار له خوا د خوب نه د راپاڅیدو سره سم دوه ګیلاسه اوبه څکل د ورځی په جریان کی د بدن د داخلی غړو فعالیت په ښه ډول سمبالوی .

ب ـ د غذا خوړلو مخکی د یوه ګیلاس اوبو څکل د غذا په ښه هضمولو کی مرسته کوی .

ج ـ تر دوش یا شاور ( ځان وینځلو ) د مخه د یوه ګیلاس اوبو څکل د وینی د فشار په ټیټولو کی مرسته کوی .

د ـ د شپی د خوا د خوب بستر ته د تللو نه مخکی د یوه ګیلاس اوبو څکل د زړه د حملی مخنیوی کوی .

     د متن لیکوال د خپل فامیلی ډاکتر له خولی نه دا هم لیکلی چی د شپی لخوا د اوبو څکل د پښو د پاړسوب په مخنیوی کی مرسته کوی ځکه چی د پښو عضلی د شپی لخوا اوبو ته اړتیالری او د اوبو کمښت د عضلو د دردونو لامل ګرځی او خوب نا اراموی .

     همدارنګه ښاغلی Dr. Virend Somers چی د مایو په کلینیک کی د زړه متخصص دی ، د ۲۰۰۸ کال د جولای په ۲۹ نیټه یی په امریکن کالیج کاردیولوژی ژورنال کی داسی لیکلی دی :

     د زړه اکثره حملی د ورځی لخوا ، هغه هم د سهار د ۶ بجو او غرمی ترمنځ واقع کیږی . د شپی لخوا دا پیښی لږ وی او داهم هغه وخت منځته راځی چی زړه بیخی له حرکته ولویږی چی دا کار ډیر په ندرت سره پیښیږی . نوموړی ډاکتر او همکاران یی پدی کار کی د Sleep Apnea (*) ناروغی اغیزمنه بولی .

     د اسپرین تابلیت یا د ماشومانو اسپرین Baby aspirin په اړه باید ووایو چی دا هم یو له هغو اغیزمنو درملو څخه دی چی پر زړه باندی د حملی په مخنیوی کی ډیر رول لری . هغه ناروغان چی نوموړی اسپرین د ورځی لخوا اخلی ، پکار ده چی دشپی لخوا یی واخلی .

     د یادونی وړ ده ، د بایر Bayer پنامه د درمل جوړولو شرکت اوس دا ډول اسپرین د کریستالونو په بڼه هم تولیدوی چی د ژبی پر مخ په اسانی سره حل او اوبه کیږی او پربدن باندی یی اغیز یی هم د اسپرین د عادی تابلیتونو په پرتله زیات چټک دی .

     پر زړه باندی دحملی نښی نښانی په کیڼه اوږه کی د دردونو پرته ، په لاندنۍ زامه کی دردونه ، سرڅرخی ، خواګرځنی ( قی وهل ) ، خوله کول او نور دی . ځینی وختونه داسی هم پیښیږی چی د زړه د حملی پر وخت هیڅ ډول دردونه دسینی په قفس کی نه حس کیږی . ددغه ډول کسانو ۶۰٪ بیله دی چی درد یی له خوبه را ویښ کړی ، د زړه حمله پر راځی او ژوند یی اخلی .

     ددی خبری سره سره ډیری پیښی بیا داسی دی چی د حملی پر وخت دردونه دومره شدید وی چی سړی له خوبه را پاڅوی . پدی وخت کی باید ډیر ژر دوی دانی اسپرین خولی ته واچول شی ، و ژوول سی او د یوه ګیلاس اوبو سره وچښل شی . تر دی وروسته باید ډیر ژر عاجل سرویس ته په ۹۱۱ شمیره زنګ ووهل شی او د زړه د حملی په هکله خبر ورکړل شی څو په چټکی سره مرستی را ودانګی ( دا شمیره په بیلابیلو هیوادونو کی فرق کوی ، د بیلګی په توګه په ډنمارک کی دا شمیره ۱۱۲ ده . ژباړ. ) . تر وسه وسه باید کوښښ وشی څو د کور د ننوتلو دروازی ته نژدی د امبولانس انتظار و ایستل شی .

     د زړه ماهر ډاکتران پدی اند دی چی د عامه پوهاوۍ پخاطر ددی ډول مالوماتو نشرول او یا د هری لاری چی وی د خپلو وطنوالو سره شریکول بیحده نیک او دستایلو وړ کار دی . داځکه چی داډول مالومات کولای شی د یوه انسان ژوند له مرګه و ژغوری او ژوند هغه ارزښت لرونکی الهی سوغات دی چی موږ ته را په برخه شوی او موږ مکلف یو په قدر یی پوه او ساتنه یی وکړو » .

                                                                                 د ژباړی پای

       د ژباړونکی یادوونه :

(*) ـ Sleep Apnea دا هغه ناروغی ده چی د خوب پر مهال د لنډو وقفو( د ۱۰ ثانیو څخه زیات وخت ) دپاره تنفس قطع کیږی . دا ډول وقفی معولا د ۲۰ ـ ۳۰ ثانیو پوری وی او په ډیرو سختو حالاتو کی تر ۲ ـ ۳ دقیقو پوری هم رسیږی . پدی ناروغۍ اخته کسان د ورځی لخوا خوبجن ، حافظه یی کمزوری ، د کار وړتیا یی کمه او تل د سټړیا احساس کوی .

Last Updated on Sunday, 29 September 2013 02:57
 
د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو PDF Print E-mail
Written by پوهنمل حاجی محمد نوزادی   
Thursday, 15 August 2013 06:58

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو

       د BT (                         ) پنامه ډنمارکی ژبی اونیزی د ۲۰۱۳ کال د اګسټ د لومړی نیټی په ګڼه کی د ( د پروتین تابلیت به د ارترز دردونو ته د پای ټکی کښیږدی ) تر سرلیک لاندی د نوو طبی څیړنو د پایلی په اړه لیکلی چی ډاکتران د مفصلونو ( بندونو ) د غضروف د تخریب کیدلو پټ راز پیدا کوی . داچی دا ډول دردونو دا مهال د ټولنی د زیاتی برخی ګریوان ته لاس اچولی دی ، ځکه نو غواړم د نوموړی لیکنی د منځپانګی پښتو ژباړه په لاندی کرښو کی د لوستونکو سره شریکه کړم :

     د ارتروز د نه زغمونکو دردونو په وړاندی مرسته راتلونکی ده . یو شمیر مخکښو څیړونکو دا خبره برملا کړه چی د پروتین یو ځانګړی مالیکیول په بدن کی د ناروغو بندونو د غضروف د تخریب په چټکتیا کی پریکنده اغیز لری . ددی سره سم ډاکتران د یو ډول پروتینی تابلیت په تر لاسه کولو بریالی شوی او ډیر ژر به د ډیرو هغو کسانو سره د مرستی په موخه وکارول شی چی هره ورځ ددی ډول ناوړی ناروغی د سختو دردونو سره لاس او ګریوان دی .

     دا چاری د ارتریت د څیړنی (arthritis research ) په برخه کی د نړی د یوشمیر وتلو څیړونکو لخوا د برټانیی د Westminster او Manchester په پوهنتونونو کی تر سره شوی او له مخی یی دا راز موندلی چی د urocortin پنامه د پروتین مالیکیول په باوری ډول کولای شی د ډیرو مهمو غضروفی حجرو (chondrocytes ) بقا تضمین کړی . دغه حجری دی چی د هډوکو روغ غضروفونه تولیدوی او ساتنه یی کوی .

       د ارتروز ناروغی د غضروفی حجرو شمیر په پراخه پیمانه سره را ټیټوی ، مګر په بدن کی د دغو اړینو پروتینی مالیکیولونو د تراکم په زیاتولو سره ، همدا اوس دا امکان تر لاسه شوی چی د نوموړو حجرو د مړینی څخه په اړینه کچه مخنیوی وشی .

       نوی لاسته راوړنی :

       نوی څیړنی چی پدی وختونو کی د Cell Death and Disease ( د حجرو مړینه او ناروغی ) پنامه یوه نړیوالی مهالنۍ کی نشر شوی ، د نړۍ په کچه یوه لویه لاسته راوړنه یاده شوی ده .

       په Westminster کی د څیړنیزی پروژی مشر ښاغلی Lan Locke وایی : « په بندونو ( مفصلونو ) کی د یاد شوی مالیکیول د اغیز کشف د نوو په زړه پوری څیړنو د پاره لاره هواروی چی له مخی یی هم د ناروغۍ علت پیژندل کیدلای شی او ور سره سم هم د ناروغۍ مخنیوی کیدلای شی او هم یی درملنه » .

     په ډنمارک کی هم ددغی ناروغۍ طب پوهان د نوموړو څیړونو پایلو ته په مثبت نظر ګوری او د فریدریکزبورګ روغتون سرطبیب او د څیړنو د ډنمارکی څانګی مشر ، پروفیسور Henning Bliddal وایی : « ښایی اوس هغه چاره پیدا شوی وی چی له مخی یی د غضروفی حجرو ژوند وساتل شی . که دا چاره وشی نو یو د نه منلو ترکچی به په زړه پوری یو کار وی . په دی کی هیڅ شک نشته چی ددغو څیړنو پایلی ډیری مهمی او دپام وړ دی » . نوموړی پروفیسور زیاتوی : « پدی اړه تر ټولو په زړه پوری دا مونده ده چی غضروفی حجری د پروتینو دغه مهم مالیکیول تولیدوی او دا امکان تر لاسه شوی نوموړی مالیکیول په زیاته پیمانه جوړ شی او پربنسټ یی د غضروفی حجرو د تخریب څخه مخنیوی وشی . که دا بریالیتوب تر لاسه شو نوبیا به د تل دپاره ستونزه حل شی . کیدلای شی دا ډول پروتینی مالیکیول د فامیل دغړو څخه چی پیژندل شوی هارمون ولری ، دناروغ بدن ته د درملو ( تابلیت ) په بڼه ور داخل کړل شی . دا کار ښایی تر هغه زیات وخت ونیسی چی همدا اوس حساب ورباندی کیږی . هر مواد چی بدن ته ور داخلیږی ، کیدلای شی نامطلوب اړخیز ( جانبی ) اغیز ولری ځکه نو د کارولو څخه یی باید ډډه وشی . وخت به دا وښئی چی په عمل کی څه پیښیږی » .

       د ډنمارک د فریدریکزبورګ ښار د Parkinson په انستیتوت کی د ارتریت متخصصه پروفیسوره اغلی Bente Danneskiold-Samsøe د خپل لوړ یاد شوی همکار پروفیسور دخبری په تائید سره یادوی چی موږ اوس دڅیړنو د هغو پایلو سره ولاړ یو چی خورا زیات او د پام وړ اهمیت لری . دا وایی : « دا په رښتیا هم ډیره په زړه پوری ده او زه د یوه زیات شمیر ناروغانو په استازیتوب دا دډیری خوښۍ ځای بولم چی موږ به ډیر ژر د یوی اغیزمنی درملنی او مخنیوی کولو سره لاس پکار شو . دا یوه منل شوی خبره ده چی د chondrocytes پنامه فعالی حجری په تخریبونکی پروسه کی اغیز لری چی د ناروغانو په غضروف کی منځته راځی » .

     دا ناروغی په نړی کی ورځ تر بلی په زیاتیدو ده . د بیلګی په توکه یوازی په ډنمارک کی چی نژدی پنځه میلیونه وګړی لری ، اوه لکه کسان په یوه یا بل ډول ددغی ناروغۍ له دردونو څخه رنځ وړی او شمیر د راکټ په چټکتیا مخ په زیاتیو دی . یو د لویو علتونو څخه هم پدغی ناروغۍ کی د وزن زیاتوالی ګڼل شویدی .

     د ناروغۍ د منځته راتلو جریان داسی دی : کله چی په بندونو کی د دوو مخامخ کیدونکو هډوکو د سرونو په برخه کی غضروفی حجری تخریب شی ، سطح یی نا هواره کیږی او هډوکی سوکه سوکه یو د بل سره سم نه برابریږی ، یو دبل پر سطح په ښوی او لزجی ډول د حرکتی ګرځیدو قابلیت د لاسه ورکوی . پدی توګه هډوکی یو دبل سطح توږی چی دردونه ورڅخه را زیږی . ددی سره سم د بند ( مفصل ) کپسول چی بند یی احاطه کړیدی ، د وخت په تیریدو سره ورځ تر بلی پاړسوب کوی ، پنډیږی او په بندونو کی دهغو اوبړنو موادو ( مایعاتو ) مقدار چی باید دردمن بند غوړ کړی ، زیاتیږی . په تدریجی ډول د بند هډوکی بدلون مومی ¸ خپل طبعی شکل د لاسه ورکوی او ورانیږی ، پنډوالی یی سخت او کلک کیږی چی دپخوا پشان په اسانی سره بی تکلیفه حرکت نشی کولای او د سختو دردونو لامل ګرځی .

د بندونو د دردونو په وړاندی څو ګټوری مشوری :

۱ – د وزن کمول : د وزن زیاتوالی د نورو ناخوالو تر څنګ دلته هم خطرناک دی . څیړنو ښودلی چی په سلو کی لس د وزن کمول ، ددی ناروغی په اړه ۳۰ په سلو کی مخنیوی کوی .

۲ ـ د کلسیم اخیستل دی ناروغی ته ډیر ګټور دی . د کلسیم ستره سرچینه شیدی او د شیدو محصولات دی .

۳ ـ طبعی درملونه : څیړنو ښودلی چی کورکومن ( زردچوبه ) د التهابی کیدو مخنیوی کوی او ددی ناوِړتیا په وړاندی ډیر ګټور دی . کورکومن د اندورفین Endorfin تولید په بدن کی زیاتوی چی دا بیا د خپل بدن مورفین ډوله مواد دی ، هم دردونه اراموی او هم یی مخنیوی کوی . پکار ده چی هره ورځ غذا ته یوه یا دوی د چایو کاچوغی کورکومن واچول شی . شونډ ( زنجبیل یا زنجفیل ) هم د التهاب مخه نیسی او باید هره ورځ لږ تر لږه څلور ګرامه شونډ د غذا سره وخوړل شی . د نسترن د بوټی میوه چی د ګل تر رژیدو وروسته پاتیږی ددی ناروغی په مخنیوی کی ډیر رول لری .

۴ ـ مناسبه غذا ډیره مهمه ده . ویټامین ( C) دی ناروغۍ ته ډیر ګټور دی چی لویه سرچینه یی مالټی ، دولمه ای مرچ او د نسترن د بوټی میوه ده . چاغ د وازګو ډک کبان لکه ساردین ، لاکس او ماکریل چی نامشبوح غوړی یی ډیر دی ، خوړل یی د بندونو د پاره ډیره ګټه لری .

۵ ـ په دی ناروغی اخته ډیرۍ کسان داسی فکر کوی چی باید پرخپلو بندونو باندی زړه سوی وکړو او په حرکت کولو سره یی و نه ځوروو . مګر څیړونکی دا نه تائیدوی او وایی چی څومره توان لرو ، باید فعال اوسو او حرکت وکړو ، داځکه چی پدی کار سره عضلی غښتلی کیږی او ور سره سم د بند پر غوټه ، پرتونو او د بند هډوکو باندی بار کمیږی او داکار بیا دردونه اراموی . څیړونکی وایی چی په منظم ډول د عضلاتو دغښتلی کیدو په موخه اړوند تمرینونه کولای سی پدی ناروغۍ کی کله ناکله ان د زنګنونو او ورنونو د بندونو د حراحی مداخلی اړتیا له منځه یوسی .                                                                                                                                                                                                                    د ژباړی پای

       د ژباړونکی یادوونه :

       ارتروز یا اوستیوارتریتیز osteoarthritis هغه ناروغی ده چی اصلی علت یی تر اوسه پوری په دقیق ډول پیژندل شوی نه دی ( ښایی ددغو نوو څیړنو په پایله کی به وپیژندل شی ) ، مګر معلول پخپله دغه ناروغی بللای شو چی په مفصل کی د اړوندو هډوکو د سرونو د برخی د غضروف د تخریب کیدو له کبله منځته راځی . پدی توګه پکار ده چی د نوموړی غضروف د تخریبولو لامل تشخیص شی او دا بیا هغه څه دی چی له مخی یی دتخریب کیدو مخنیوی او درملنه کیدلای شی . دا ناروغی په پراخه پیمانه په ټوله نړۍ کی لیدل کیږی . د ځینو سرچینو له مخی په امریکا کی تر ۲۱ میلیون کسانو پوری پری اخته دی . د همدی ناروغۍ له مخی انسان د کار وړتیا تر ډیره حده له لاسه ورکوی او ژوند یی بیخونده کیږی . د زاړه او پاخه عمر والا خلګ تر نورو ډیر ورباندی مصاب کیدلای شی . په ځوان عمر کی نارینه تر ښځو زیات او په پاخه عمر کی بیا ښځی تر نارینه وو زیات ورباندی مصاب کیږی . ارتروز کولای شی د بدن ټول مفصلونه په ځانګړی توګه د غاړی ، ملا ، پښو ، لاسونو ، ګوتو ، زنګنونو ، ورونونو او نور بندونه مصاب کړی . د ناروغی نښی نښانی داسی څرګندیږی : د پیل په پړاو کی دردونه لږ او معمولا د کار یا فزیکی فشار سره منځته راځی او د استراحت پرمهال بیرته ورک کیږی . په وروستیو پړاوونو کی دردونه زیات وی او ان د استراحت او خوب پروخت هم انسان زوروی . دا دردونه ددی لامل ګرځی چی د مفصل حرکتونه کم ، پاړسوب منځته راولی او داړوند غړی د ګوډ کیدو باعث شی .

     د بندونو ارتروز کیدلای شی د لابراتواری کتنو او رادیوګرافی د لاری تشخیص شی . د وزن کمول ، مناسب فزیکی فعالیتونه ، سپکه غدا کولای شی د ناروغۍ په مخنیوی او درملنه کی مثبت رول ولوبوی . لدی نه پرته کمیاوی درملنه یانی د اړوندو دواګانو کارول هم تر یوه حده ګټه رسوی .

       د دردونو د کموالی په موخه که مفصلونه وی ، باید ګرم وساتل شی او مساژ ورکړل شی ، که غاړه وی باید د ځانګړی جوړ شوی غاړی بند نه کار واخیستل شی څو د غاړی د حرکت مخنیوی وکړی ، که شمزۍ وی باید پر نسبتا کلکه توشکه باندی پر شا بیده شی . د ډیرو شدیدو دردونو پر وخت جراحی مداخله هم اړینه وی . که دردونه ډیر شدید نه وی ، مناسب ورزش ګټه رسوی خو که شدید وی بیا د استراحت حالت تسلی کوونکی دی . ددی دپاره چی پر اړوندو مفصلونو فشار کم شی ، کیدلای شی د ځانګړو لکړو څخه کار واخیستل شی .

       دا هغه څه دی چی پدی اړوند د لا زیاتو مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه د بیلابیلو لیکنیزو او انترنیتی سرچینو څخه رالنډ شول تر څو د ناروغو کسانو سره مرستندویه وګرځی .     پای

 

 

 

 
د کبانوغوړی د زړه د ناروغۍ مخنیوی کوی PDF Print E-mail
Written by پوهنمل حاجی محمد نوزادی   
Thursday, 11 April 2013 08:10

                              

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

                               د کبانوغوړی د زړه د ناروغۍ مخنیوی کوی

       په اروپا کی د وګړو هره کتیګوری خلګ ځانته خپلی اتحادیی لری . دا مهال د زړه ناروغی نژدی د یوی ډله ایزی ناروغۍ تر کچی پوری چاغه شویده او دقربانیانو شمیر یی ورځ تر بلی په زیاتیدو دی . په ډنمارک کی پدی وژونکی ناروغی باندی اخته کسان هم لکه په نورو اروپایی هیوادونو کی ځانته یوه سر تر سری اتحادیه لری ، نشرات کوی او دخلګو د پوهاوۍ په موخه اړین کمپاینونه مخته بیایی .

     څو ورځی وړاندی خپل کورنی ډاکتر ته د کتلو پخاطر تللی وم . هلته د انتظار په خونه کی ناست وم . پداسی خونو کی تل بیلابیلی مجلی او اخبارونه پراته وی . یوه مجله می را پورته کړه ، که ګورم هغه د Hjertenyt ( نوی زړه ، د زړه په اړه نوی مالومات ) پنامه د زړه د ناروغانو د اتحادیی د ۲۰۱۲ کال د اګسټ دمیاشتی ګڼه وه . پدی مهالنۍ کی د زړه د ناروغیو په اړوند بیلابیل نوی مالوماتونه ، د نوو څیړنو او نوو لاسته راوړونو پایلی خپریږی . کله چی نوبت راورسیدی او ډاکتر وکتلم ، نوموړی ګڼه می د ډاکتر په اجازه د لوستلو په موخه کورته راسره راوړه . په ګڼه کی د نورو مالوماتو تر څنګ ( د کبانو د غوړو معما ) تر سرلیک لاندی یوه لیکنه خپره شوی وه چی پدی هکله یی د یوی څیړنی پایلی په ګوته کړی وی . د کبانو د غوړو ګټی خورا ډیری دی خو د زړه ناروغانو ته د نورو کسانوپه پرتله ډیر د پام وړ دی . داچی زه پخپله هم دغی ناوړی ناروغی له ګریوانه نیولی یم ځکه نو غواړم د نوموړی لیکنی پښتو ژباړه د خپلو لیکنو د لوستونکو سره شریکه کړم :

     د زړه د ناروغانو اتحادیه تاسی ته سپارښتنه کوی چی په اونۍ کی باید لږ تر لږه ۳۰۰ ګرامه د کبانو غوښه وخوری . دا مقدار کیدلای شی چی په دوو ورځو کی او یا د اساسی غذا په توګه یوه ورځ او یا هم په لږ لږ مقدار سره په څو ورځو کی وخوړل شی . کبان د امیګا ـ ۳ Omega-3 ) )* برسیره نور ډیر ګټور توکی لری لکه اړین غذایی مواد ، پروټینونه ، ډی ویټامین ، ایوډین ، سیلینیوم او انتی اوکسیدانتونه .

                             لکه څنګه چی لیدل شوی ، نارینه د ښځو په پرتله د ماهیانو و خوړلو ته لږ لیوالتیا لری . څیړنی ښودلی چی ۲۳ سلنه ښځی غواړی په ډیر مقدار ماهیان د هری ورځی د خوړو پر ځای وخوری . په نارینه وو کی دا کچه یوازی تر ۱۵ سلنی پوری رسیږی .

     په ۱۹۷۰ ـ یمو کلونو کی د Dyerberg  او Bang په نومونو د ډنمارک هیواد د البورګ په ښار کی طب پوهانو دا وموندل چی د نورو خلګو په پرتله د ګرینلینډ اوسیدونکی ډیر لږ د زړه د رګونو د بندیدو په ناروغیو اخته کیږی . ددی خبری لامل دا وګڼل شو چی نوموړی کسان له هر چا نه زیات د سمندری حیواناتو له غوښو څخه ګټه اخلی لکه د کبانو بلابیل ډولونه او نور . د نوموړی موندنی نه وروسته په ټولی نړی کی د طب پوهنی څیړونکی د ماهیانو په غوښو کی د هغو ګټورو مواد په لټه کی شول چی د زړه د دریدو او دماغزو د سکتی د مخنیوی په کار کی مرسته کوی . د یادو شوو دوو تنو ډاکترانو د څیړنو د پیل لیکه هم په کبانو کی ددغو موادو د موندنی په اړه وه . تر دوی وروسته د البورګ ښار په روغتون کی د کاردیولوژی ( زړه پیژندنی ) د څانګی سرطبیب پروفیسور Erik Berg Schmidt د زړه د رګونو د ناروغۍ په تړاو د کبانو غوړی تر څیړنی لاندی ونیول او په ۱۹۹۶ کال یی د خپلو څیړنو پایلی د یوه تیزس په بڼه وړاندی کړی .

     دکبانو غوښی دوه ډیر مهم د امیګا ـ ۳ غوړین ( شحمی ) تیزابونه لری لکه eicosapentaenoic acid (EPA) او dokosahexaen acid (DHA) . په واقعیت کی همدغه دوه توکی دی چی طبپوهان یی له مخی دا ارزونه کوی چی د کبانو د غوښو په یوه ټاکلی مقدار کی څومره امیګا ـ ۳ موجود دی . د امیګا ـ ۳ دغه غوړین تیزابونه هغه اغیزمن مواد دی چی د زړه د رګونو دبندیدو دخطر په راټیټیدو کی لوی رول لوبوی . داځکه چی دا غوړی دالتهابی کیدو ضد یو خفیف اغیز لری ، د وینو د سره نښتیدو او غټۍ کیدو ( لخته کیدو ) وړتیا کموی ، تر یوه بریده فشار ټیټوی او همدارنګه د ترای ګلیسیرایډ triglycerides ( په وینو کی د غوړیو یو ځانګړۍ ډول دی ) کچه کښته راولی . ښاغلی Erik Berg schmidt وایی : سره لدی چی د ترای ګلیسیرایډ په هکله تر اوسه پوری زموږ مالومات کم دی ، خودا ټول هغه څه دی چی د زړه د ناروغۍ فکتورونه ګڼل کیدلای شی .

     که څه هم کبان او د امیګا ـ ۳ غوړین تیزابونه په ټولیز ډول په وینو کی د کولیستیرول کچه نه ټیټوی ، مګرداچی ماهیان د صحی او بی خظره خوراکی توکو په ډله کی راځی ، اصلی لامل یی د همدغو غوړینو تیزابونو شتوالی دی . لدی نه پرته د کبانو غوښه یو لړ نور توکی هم لری چی د زړه د روغتیا لپاره ګټور دی . د نوموړی مهالنۍ څخه د ژباړی پای .

     د ژباړونکی یاوونه :

۱ـ ) Omega-3 )* - ( امیګا ـ ۳ دا یو ډول غیرمشبوع غوړین یا شحمی تیزاونه دی چی د بدن دچارو په ښه سمبالتیا کی لوی رول لوبوی او له بده مرغه د بدن داخلی فابریکی یی پخپله نه تولیدوی نو مجبور دی دا اړین توکی له بهر نه وارد کړی ) .

۲ ـ د یادونی وړ ده چی د تاند په ویبپاڼه کی هم د (که روغ زړه غواړئ د کب غوښه زیاته خورئ) تر سرلیک لاندی پدی اړه د ځینو څیړنو پربنسټ یوه لیکنه خپره شویده چی کټ مټ کاپی یی زه دلته د موضوع سره د تړاو له مخی رانقلوم او که چا لوستلی نه وی ، زه یی لوستل ورته ګټور بولم او د لوستلو سپارښتنه یی کوم :

که روغ زړه غواړئ د کب غوښه زیاته خورئ

هغه کسان چې  په اونۍ کې کبان څو وارې خوري دوی د زړه د ودريدو (سکتې) سره کم مخامخ کیږي په نسبت د هغو کسانو چې ماهیان کم خوري او يا يې بلکل خوري نه.

او دا څيړنه د ۴ لکو کسانو چې د ۳۰ او ۱۰۳ کلنو ترمنځ يې عمرونه ول د تجربې وروسته ثابته شوې، او دا يې په ډاګه کړي چې هغه کسان چې ډير زيات ماهیان یا کبان په یوه اونۍ کې خوري، د هغو د زړه د ودريدو (سکتې) ستونزه ۱۲٪ د هغه چا په پرتله کمه وي چې هغوی ماهیان کم خوري.

سوسانا لارسون او نیکولا اورسینی د سويډن د (کارولینسکا) له پوهنتون څخه وایي: پروتيني غوړینه ماده (اومیګا۳) چې په کبانو کې په زياته اندازه موندل کيږي د زړه د سکتې لاملونه تر ډيره اندازه له منځه وړي، ځکه دغه ماده د وينې پر فشار او پر کولسترول باندې مثبتې اغیزې پريږدي.

او دغه نتیجه پر ۱۵ پخوانيو څيړنو چې په امریکا، اروپا، جاپان او چين کې ترسره شوي جوړه او مبني ده، او په دې څيړنو کې څيړونکو د تداوي تر لاندې بی مارانو څخه پوښتنې وکړې چې دوی په یوه اونۍ کې څو ځله ماهیان خوري، او بیا يې د دوی حالات د ۴ نه تر ۳۰ کلو په اوږدو کې د مراقبت لاندې ونيول، چې وګوري چې په دوی کې څوک د زړه له سکتې سره مخامخ کيږي.

 (اروش موظفاریان) د هارفورد پوهنتون د عامې روغتیا له پوهنځۍ څخه دا په ډاګه کوي چې: «په عام توګه کب د زياتو خوارکي ګټو لرونکی دی، او په ځانګړي ډول چې د (اومیګا۳) ماده په زياته اندازه لري، چې دا په خپله د دې لامل ګرځي چې هغه کس چې د ماهي خوراک ډير کوي د زړه د سکتې څخه بچ پاتې شي، او په دې ډير دلایل شته چې په اوني کې دوه وخته یا درې وخته د ماهیانو خوارک د نوموړو فائدو څخه د برخمن کيدو لپاره کافي دي».

او څيړونکو دا هم جوته کړې چې صحي خوارک د سپورټي منظم ورزش سره او  سربیره پردې ښه تعليمي مستوی لرل، د زړه د سکتې لاملونه کموي.

 

                                                       پای

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 
<< Start < Prev 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 Next > End >>

Page 1 of 13